د هند او انګلستان ترمنځ د شل اورېزه لوبلړۍ درېیمه لوبه په راجستان لوبغالي کې ترسره شوه چې د انګلستان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
لومړۍ توپوهنه د انګلستان لوبډلې ترسره کړه چې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۷۹منډې وکړې.
د هندستان لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۴۵منډې وکړې او د ۲۶منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
د هند لوبډلې لپاره وارون چکارتي تر ټولو ښه لوبه وکړه، هغه د انګلستان پنځه لوبغاړي اوټ کړل او د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.
د هند او انګلستان ترمنځ د پنځو شل اوریزو سیالیو څخه درې لوبې ترسره شوې دي چې دوې لوبې یې هند ګټلې او یوه یې انګلستان ګټلې ده.
د دواړو لوبډلو ترمنځ څلورمه شل اوریزه سیالي به د روانې جنورۍ میاشتې په ۳۱مه، نیټه ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې د انګلستان لوبډله هند ته په سفر تللي او ټاکل شوې چې له خپلې سیالې لوبډلې سره دوې ټسټ لوبې هم ترسره کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس