Home » افغانستان » د امیري کمپلکس څښتن د انسان تښتونکو له منګولو ژغورل شوی

د امیري کمپلکس څښتن د انسان تښتونکو له منګولو ژغورل شوی

چارواکو ویلي، په کابل کې د امیري کمپلکس څښتن حاجي نجیب امیري یې د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلی دی.

د کورنیو چارو وزارت دوشنبه ناوخته په خپل ټوېټر دا خبر ورکړی دی.

د بیان له مخې امنیتي ځواکونو د امیري د تښتونې په تور دوه شکمن کسان نیولي او د پاتې نورو د نیولو لپاره هم هڅې کوي.

امیري کمپلکس په کابل کې د زړه د ناروغیو د درملنې له روغتیايي مرکزونو دی.

د راپورونو له مخې حاجي نجیب امیري د جنوري له وروستیو له کابله تښتول شوی وو.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...