Home » افغانستان » د افغانستان زعفرانو لپاره د نړيوالو بازارونو غوښتنه لوړه شوې
زعفران

د افغانستان زعفرانو لپاره د نړيوالو بازارونو غوښتنه لوړه شوې

د افغانستان د زعفرانو کنسرسیوم وایي، د کیفیت د لوړوالي، معیاري بسته‌بندۍ او د نړۍوالو معیارونو د پلي کېدو له امله د هېواد د زعفرانو صادرات زیات شوي دي.

د دغه کنسرسیوم په وینا، افغان زعفران اوس د امریکا، اروپايي هېوادونو، چین او یو شمېر عربي هېوادونو په ګډون بېلابېلو نړۍوالو بازارونو ته په مستقیم ډول صادریږي.
د افغانستان د زعفرانو کنسرسیوم مسوول عبدالخالق خدادادي ویلي« د صادراتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او د نړۍ ګڼ بازارونه د افغان زعفرانو غوښتنه لري. د هغه په خبره، د افغانستان زعفران د لوړ کیفیت او غوره معیار له امله ځانګړی ځای لري او د لابراتواري ازموینو له بشپړېدو وروسته پېرودونکو ته وړاندې کېږي.»
افغانستان په وروستیو کلونو کې د نړۍ له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې زعفران یې څو ځله په نړيوالو سیالیو کې د غوره کیفیت لرونکي زعفران په توګه پېژندل شوي دي.

د مالوماتو پر اساس، شاوخوا ۱۲ زره هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي او روان کال په هېواد کې له ۴۰ ټنو څخه ډېر زعفران تولید شوي دي

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...