د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د افغان چارواکو او سوداګرو ۱۰۰ کسیز پلاوي د اوزبېکستان د نمنګان ولایت ته د سفر پر مهال له ځایي چارواکو او سوداګرو سره د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا پراخې خبرې کړې دي.
د سرچینې په وینا، د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه د شاوخوا ۲۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت یو شمېر سوداګریز هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي دي او ترڅنګ يې د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر برابرولو هم ټینګار شوې.
مسوولین زیاتوي چې دا هوکړې به د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري نوره هم پراخه او پیاوړې کړي، او د صادراتو او وارداتو په برخه کې به نوي فرصتونه رامنځته کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس