Home » افغانستان » د اريانا افغان هوايي شرکت بوینګ چارټر الوتکه کابل نړيوال هوايي ډګر ته راورسېده
بوینګ چارټر الوتکه

د اريانا افغان هوايي شرکت بوینګ چارټر الوتکه کابل نړيوال هوايي ډګر ته راورسېده

د آریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې یوه چارټر بوینګ الوتکه، چې د شپږو میاشتو لپاره د اردن له هوايي شرکت څخه په کرایه اخیستل شوې، د کابل نړیوال هوايي ډګر ته را رسېدلې ده.

د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، یاده الوتکه د ۲۹۰ مسافرو د لېږد او د ۲۵ ټنه بار د انتقال ظرفیت لري. ټاکل شوې ده چې له سبا څخه خپل نړیوال پروازونه پیل کړي او دا به د آریانا افغان د هوايي خدمتونو د پراختیا او د الوتنو د اسانتیاوو د ښه‌والي برخه وي.

دا اقدام کولی شي د افغان او بهرنیو مسافرو لپاره د پروازونو زیاتوالي او د لا زیاتو اسانتیاوو زمینه برابره کړي او د سیمې د هوايي بازار کې د آریانا افغان د مقام په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...