Home » افغانستان » دفاع وزارت: وسله والو طالبانو د کندهار اروزګان لویه لاره ویجاړه کړې
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت: وسله والو طالبانو د کندهار اروزګان لویه لاره ویجاړه کړې


د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، طالب وسله والو په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د کندهار اروزګان لویې لارې یوه مهمه برخه ویجاړه کړې ده.

د ملي دفاع وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، طالب وسله والو پرون چهارشبنې ناوخته د سپتمبر۳۰(تله ۹) د کندهار اروزګان لویه لاره د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تراکتور په وسیله ویجاړه کړې ده.

ملي دفاع وزارت وايي، دغه ساحه د زرګونو خلکو د تګ راتګ یوه مهمه لاره وه چې په ورانېدو سره یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...