د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن چهارشنبه د اسیا په اتلولۍ سیالیو کې له تاجکستان سره مخ کېږي.
دا لوبه به نن چهارشنبه د ثور ۵مه د افغانستان پر وخت له غرمې مخکې یوولس نیمې بجې په ټایلند کې پیل شي.
که افغانستان د تاجکستان په وړاندې بریا خپله کړي نه یوازې نیمه پایلوبه ته وځي؛ بلکې د فوټسال نړیوال جام ته به هم لار پيدا کړي، تمه ده د روان کال په سپټمبر کې د ازبکستان په کوربه توب وشي.
افغانستان د دوشنبې په ورځ بحرین لوبډلې ته درې پر دوه ماته ورکړه.
تر هغه مخکې یې له کوېټ سره درې – درې مساوي کړه خو له ایران یې درې – یو ماته خوړلې وه.
دمګړۍ د اسیا د فوټسال اتلولۍ سیالۍ د ټایلند په کوربه توب روانې دي چې پایلوبه به یې د اپرېل اته ویشتمه را روانه یکشنبه ترسره شي.