د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت نن سهار اعلان وکړ چې ترکش ایرلاینز افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې.
د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت ستر سلاکار غلام جیلاني وفا په یوه مرکه کې وویل چې افغانستان ته د ترکش ایرلاینز د الوتنو پیل دا وښوده چې د ترکیې خلک د افغانستان تر څنګ ولاړ دي.
ویل کېږي چې دغه شرکت به له دوو کلونو او اتو میاشتو ځنډ وروسته په افغانستان کې خپلې الوتنې بیا پیل کړي.
تر دې مخکې د دغه شرکت چارواکو ویلي وو چې د کابل او استانبول ترمنځ به په اوونۍ کي څلور الوتنې وکړي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د ترکش ایرلاینز د الوتنو د پیل هرکلی کوي او ډاډ ورکوي چې د هوايي چلند شرکتونو ته یې ټولې اسانتیاوې برابرې کړي چې افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.
د کابل له هوايي ډګر څخه د ترکش ایرلاینز وروستۍ الوتنه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۴ نېټه ترسره شوې وه او په هېواد کې له سیاسي تحولاتو وروسته دې شرکت هم افغانستان ته خپلې الوتنې بندې کړې وې.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس