Home » افغانستان » افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو یو یې له حادې خوارځواکۍ سره مخ دی
د ماشومانو د ژغورنې سازمان

افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو یو یې له حادې خوارځواکۍ سره مخ دی

د ماشومانو د ژغورنې سازمان په تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې له هرو لسو له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو نږدې یو یې له حادې خوارځواکۍ سره مخ دی. د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
راپور زیاتوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې د پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ترمنځ حادې خوارځواکۍ ۱۴ سلنه زیاتوالی موندلی او د ۲۰۲۶ کال په دویمه ربع کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د هېواد په دوو پر درېیمه ولایتونو کې د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان وايي، د افغانستان لپاره بشري مرستې په تېرو څلورو کلونو کې نږدې ۷۰ سلنه کمې شوې دي. د راپور له مخې، د بودجې د کمښت له امله نږدې ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیت درول شوی، چې شاوخوا څلور میلیونه کسان یې له روغتیايي خدمتونو اغېزمن کړي دي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې د مرستو کمښت او د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل د ماشومانو د ژوند لپاره جدي ګواښ دی. د سازمان په وینا، په لرې پرتو سیمو کې ګڼې کورنۍ روغتیايي مرکزونو ته د تګ توان نه لري؛ خو د دوی ځینې روغتیايي مرکزونه لا هم د لنډمهاله تمویل له لارې فعال ساتل شوي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف: د مور شیدې د ماشومانو لومړنی ساتندوی دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ...