Home » سیمه او نړی » اسپانیا د مرګ پر بستر پرتو ناروغانو ته د ځان وژلو اجازه ورکړه

اسپانیا د مرګ پر بستر پرتو ناروغانو ته د ځان وژلو اجازه ورکړه

د اسپانیا هېواد پارلمان پریکړه وکړه چې د مرګ پر ستر پراته ناروغان کولای شي ځان وژنه وکړي.

د یاد هېواد پارلمان وايي هغه ناروغان چې له سختو دردونو کړیږي اجازه لري چې له ډاکټره وغواړي چې داسې درمل ورکړي چې ویې وژني.

راپورونه وايي اسپانیا هېواد په نړۍ کې ۶ او په اروپا کې ۴ هېواد شو چې دې کار ته اجازه ورکوي.

د راپورونو له مخې د اسپانیا په پارلمان کې ۲۰۲ تنو دې مسلې ته د تایید او ۱۴۰ تنو نورو د رد رايي وکارولې.

د بهرني رسنیو په حواله پردې مسلې له درې کلونو راهیسې بحثونه و چې څو ځله تعدیل شوه او بالاخره تصویب شوه.

ویل کیږي چې دا قانون به د جون له نیمایي وروسته نافذ شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...