اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د تېر کال د زلزلو له امله د بېځایه شویو خلکو لپاره په خوست، کونړ، ننګرهار، نورستان، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې ۲۵۰ زره یورو بشري مرسته ځانګړې کړې ده.
په کابل کې د دې اتحادیې دیپلوماتیک استازولۍ په اېکس کې لیکلي، چې دا مالي مرسته به تر ټولو زیانمن او اړمن کسان، په ځانګړي ډول د هېواد په ختیځ کې د وروستیو زلزلو زیانمن شوي خلک، تر پوښښ لاندې راولي.
د دې بنسټ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا مرسته به د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې له لارې د خوراکي توکو په بستو او نغدو مرستو کې، د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره او همدارنګه د بېړني سرپناه د برابرولو لپاره ووېشل شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس