په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما مشرې ډيبور لاينز پرون يکشنبه (غبرګولي په لومړۍ) په کندهار کې د ميرمنو او رسنيو له يو شمېر استازو سره ليدلي او ورسره يې د افغانستان پر اوسني وضعيت خبرې کړي دي.
ميرمن لاينز د دې ليدنو پرمهال په افغانستان کې د ټولګډونه دولت او حکومت رامنځته کول او دغه راز په دې هېواد کې د ملي پخلاينې د يوه ريښتينې بهير پيلول اړين بللي دي.
نوموړې د افغانانو د حقونو خونديتوب او په ځانګړې توګه ښوونځيو ته د هر عمر لرونکو نجونو د لاسرسي له لارې، د کورني مشروعيت پر رامنځته کولو هم ټينګار کړی دی.
ډيبورالاينز ياد مسايل د افغانستان لپاره مهم بللي او زياته کړې يې ده چې مسوولان دې ورته په جدي توګه پاملرنه وکړي.
له دې سره هممهال پرون يکشنبه د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شېرمحمد عباس ستانکزي هم پر اسلامي امارت د يو لړ نيوکو په ترڅ کې، نجونو ته د زدهکړو زمينې د برابرولو غوښتنه وکړه.
نوموړي زياته کړه، که څه هم په افغانستان کې زدهکړې شته؛ خو له دې کبله برابرې نه دي چې نجونې ترې منعه شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس