Home » اقتصادی » ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه تصویب کړه
رویداد خبري آژانس
د افغانستان د ملي شورا ولسي جرګه

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه تصویب کړه

د ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه بالاخره نن دوشنبه (د کب څلورمه ) تصویب کړه.

د افغانستان د ولسې جرګې رییس میر رحمن رحماني وویل چې حکومت د مأمورینو او ښوونکو د تنخواوو د زیاتولو لپاره د دې جرګې مشروع غوښتنې د بودجې په اصلاح شوې مسوده کې په پام کې نیولې دي.

تر دې مخکې ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه دوه ځلې رد کړې وه.

د ۱۴۰۰ مالي کال په بودجه کې ټولټال ۴۳۷ میلیارده افغانۍ په نظر کې نیول شوي چې ۳۱۱ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۶۱ میلیارده افغانۍ یې پراختیایي بودجه ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو په لېږد کې ۳۹.۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی

د ټولګټو وزارت ویاند اعلان ...