د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ يا UNHCR د یوې اعلامیې په خپرولو سره د راستنېدونکو کډوالو پر لاره د رامنځته شوې مرګژوبلې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ياد سازمان له زیانمن کورنیو سره بشپړه خواخوږي لري او د پېښې د ټپیانو د ژر تر ژره درملنې او روغتیا لپاره د بېړنیو روغتیايي مرستو غوښتنه کوي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د راستنېدو بهیر باید په خوندي، منظم او انساني ډول ترسره شي او اړینه ده چې د کډوالو د خوندیتوب لپاره لا ډېرې همغږۍ او عملي اقدامات ترسره شي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.
ياده مرګونې پېښه تېره ورځ د قرغیو ولسوالۍ په سرخکانو سیمه کې د موټر چپه کېدو له امله رامنځته شوې وه چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس