د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د سولې د راتګ او جګړو د درولو لپاره پر وسله والو طالبانو فشار ډېر کړي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا له لوري د افغان سولې په تړاو د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا کنفرانس کې چې پرون دوشنبې په ورځ (د کب څلورمه ) ډاکټر عبدالله عبدالله د سیمې د هېوادونو له استازو او نړیوالې ټولنې سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
ډاکټرعبدالله په دې کنفرانس کې ویلي د امریکا له دې پرېکړې هرکلی کوي چې د افغانستان د سولې پر مسئله بیا کتنه کوي، خو تر څنګ یې له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو هم غواړي چې د سولې لپاره پر طالبانو فشار ډېر کړي.
د نوموړي په خبره افغانستان ته د سولې یو بې مخینې فرصت راغلی دی او وسله والو طالبانو ته په کار ده چې دا فرصت ضایع نه کړي او بین الافغاني خبرو ته ادامه ورکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس