Home » افغانستان » دعدم تشدد نړیواله ورځ؛ د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا له ښکېلو غاړو د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې
رویداد خبري آژانس

دعدم تشدد نړیواله ورځ؛ د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا له ښکېلو غاړو د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې

د اکتوبر ۲مه د «عدم تشدد» نړيواله ورځ ده چې د سوله ييز حل او تاوتريخوالي سره د مبارزې په موخه لمانځل کيږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون په همدې پلمه يو ځل بيا له ښکېلو غاړو د تاوتريخوالي د پای ته رسولو او سراسري اوربند غوښتنه کړې.

یاد کمېسیون د مذاکراتو پر دوام او پر سوله ييز حل ټینګار کړی.

رویداد خبري آژانس

دا ورځ پر داسې مهال لمانځل کیږي چې په افغانستان کې تر بل هر وخت د تاوتریخوالي کمېدو په اړه غوښتنې زیاتې شوي دي.

روانه اونۍ د افغانستان په دایکندي ولایت کې د تاوتریخوالي په تازه پېښه کې د چارواکو په وینا ۱۴ ملکي وګړي ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

که څه هم د دغه ماین چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو ځايي چارواکي وايي چې ماین طالبانو ځای پر ځای کړی و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا «یوناما» په دایکندي کې دسړک غاړې ماین چاودنې د غندلو ترڅنګ ویلي چې دا د سولې پر لور لار نه ده.

یوناما ټینګار کړی چې د دغو غیر قانوني ځکمنیو ماینونو ښخول باید ودرول شي.

په اعلامیه کې ویل شوي: “ددغو غيرقانوني ځمکنيو ماينونو کارول ودروئ. دا دسولې پرلور لار نده”

د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ ویلي چې یوازې تیره میاشت په افغانستان کې د سړک غاړې ماین چاودنو له امله ۱۰۰ ملکيان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه نېټه په قطر کې د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات پرانیستل شول، خو تر اوسه د مذاکراتو پر عمومي اجنډا نه دي سلا شوي.

که څه هم تمه ښودل کېدل چې د مذاکراتو په پیلېدو سره به په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي، خو چارواکي وايي چې د تمې خلاف تاوتریخوالی زیات شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...