Home » سیمه او نړی » ترمپ له ایران سره د احتمالي هوکړې په مسوده کې د ځینو مهمو بدلونونو غوښتنه کړې
ایران او امریکا

ترمپ له ایران سره د احتمالي هوکړې په مسوده کې د ځینو مهمو بدلونونو غوښتنه کړې

امريکايي اکسیوس خبري ویب‌پاڼې راپور ورکړی چې ټرمپ د ایران سره د احتمالي هوکړې په مسوده کې د ځینو مهمو بدلونونو غوښتنه کړې ده، په ځانګړي ډول د ایران د اټومي پروګرام او اټومي موادو اړوند بندونو د لا پیاوړتیا لپاره.
د راپور له مخې دا بدلونونه د دې لپاره وړاندیز شوي چې د هوکړې شرایط لا سخت او د امریکا د امنیتي غوښتنو سره نور هم برابر شي.

د اکسیوس د معلوماتو له مخې، دا مسوده چې د دواړو هېوادونو د استازو تر منځ د خبرو اترو په پایله کې چمتو شوې، د ۶۰ ورځني اوربند او د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو په اړه مهم بندونه لري، خو لا هم وروستۍ هوکړه نه ده شوې او د دواړو لورو رسمي تایید ته اړتیا لري.
ویل شوي چې ټرمپ غواړي په ځانګړې توګه د ایران د غني شوو یورانیمو ذخایر او د اټومي فعالیتونو کنټرول نور هم سخت شي.
راپورونه زیاتوي چې دا بدلونونه د واشنګټن او تهران تر منځ د روانو نازکو مذاکراتو برخه ده، چې موخه یې د جګړې د پراخېدو مخنیوی او د لنډمهاله توافق رامنځته کول دي.
تر دې وړاندې سي‌ اېن ‌اېن امریکايي تلویزون راپور ورکړی و چې ټرمپ غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې دا هوکړه د ۲۰۱۵ کال د ولسمشر اوباما د دورې له اټومي هوکړې څخه پیاوړې معرفي شي؛ هغه هوکړه چې ټرمپ د خپلې لومړۍ کاری دورې پر مهال ترې ووت او په پايله کې یې یاده هوکړه له منځه ولاړه.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...