Home » افغانستان » ترمذ کې د افغانستان او مرکزي اسيا کارپوهانو ترمنځ پرسیمه‌ییزو همکاريو خبرې شوې
ترمذ

ترمذ کې د افغانستان او مرکزي اسيا کارپوهانو ترمنځ پرسیمه‌ییزو همکاريو خبرې شوې

د مرکزي او سويلي اسیا ترمنځ د اتصال په اړه د ترمذ ډیالوګ په څنډه کې، د مرکزي اسیا او افغانستان د کارپوهانو ترمنځ په لوړه کچه ناسته ترسره شوه.
د خپرو شويو مالوماتو پراساس په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو پالیسي جوړونکو او شنونکو د سیمه‌ییز ثبات، اقتصادي همکاریو او د نښلونې د پراختیا په اړه خپل نظرونه شریک کړي.

يادې غونډې کې د سوداګریزو دهلېزونو د پراختیا، د ترانسپورټي او انرژۍ د شبکو د پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو د پراخولو په اړه بحثونه شوي او د یوې باثباته، او سوکاله سیمې لپاره پر ګډې ژمنې او همکارۍ ټينګار وشو او د مرکزي اسیا او افغانستان ترمنځ نږدې همکاري د سیمه‌ییز ادغام او پرمختګ لپاره مهم وبلل شول.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

سنټکام پر ایران د پراخو هوايي بریدونو د پیل خبر ورکړ

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ...