بریتانیه وايي، افغانستان له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې له لارې د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره تاریخي فرصت لري.
په کابل کې د یاد هیواد له سفارت څخه نن سې شنبه سپټمبر ۱(وږې۱۱) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد فرصت ته د رسېدو لپاره باید تاوتریخوالی او هدفي وژنې بندې شي.
په دې خپرپاڼه کې له دواړو لورو غوښتل شوي چې د بین الافغاني خبرو پر پيلولو باندې د موافقې له لارې سولې ته خپله ژمنتیا وښيي.
اعلامیه زیاتوي:”افغانستان یو تاریخي فرصت لري چې تر څو له طالبانو سره د جوړ جاړي له لارې روانې شخړې ته د پای ټکی کیږدي، دې فرصت ته د رسېدو په موخه تاوتریخوالی او هدفي وژنې هرو مرو باید پای ته ورسیږي او ټولې خواوې باید بېله کومه ځنډه بین الافغاني خبرو اترو د پيل سره د موافقې له لارې شخړو هوارولو او سولې ته د رسېدو لپاره خپل ژمنتیا وښيي.”
په کابل کې د بریتانیې سفارت په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د تاوتریخوالي او هدفي بریدونو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده او هغه یې غندلي دي.
یاد سفارت د افغانستان د خلکو، مشرانو، امنیتي ځواکونو، مدني ټولنو مشرانو د زړورتیا ستایلې چې په وینا یې سولې ته د رسېدو په موخه د جمهوریت د ارزښتونو د دفاع لپاره له ګواښونو سره مخ دي.
بریتانیې ویلي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او سولې ته د رسېدو لپاره به د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه وي.
یاد هیواد پر داسې مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې چې نن سې شنبه په پکتیا کې د طالبانو موټر بم برید درې سرتېري ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړل.

بلخوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم کندهار او فاریاب کې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
په هدفي وژنو کې تر ټولو وروستۍ یې د تېرې یکشنبې په ماښام د کابل په پنځمه امنیتي حوزه کې په مشرانو جرګه کې د زابل ولایت د پخواني سناتور محمد حسن هوتک ترور و.
د کابل د امنیې قوماندانۍ په وینا نوموړی خپل کور ته نژدې د وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
چارواکو هغه مهال د څېړنو خبر ورکړ، خو تر دا مهاله یې پایلې نه دي اعلان کړي.د نوموړي وژلو مسؤلیت هم کومې وسله والې په غاړه نه دی اخیستی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس