Home » افغانستان » افغانه مېرمن رابعه نسیمي د لندن په سیمه‌ییزو ټاکنو کې بریالۍ شوه
رابعه نسیمي

افغانه مېرمن رابعه نسیمي د لندن په سیمه‌ییزو ټاکنو کې بریالۍ شوه

رابعه نسیمي، یوه افغانه مېرمن، د بریټانیا د کارګر ګوند له خوا د لندن په لوېدیځ کې د «ایسټ اکتون» د سیمه‌ییزې شورا په ټاکنو کې بریالۍ شوې ده. هغې د یاد ګوند د درېیو بریالیو نوماندانو ترمنځ دویم مقام خپل کړی دی.

رابعه نسیمي په ۱۹۹۹ کال کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه بریټانیا ته کډه شوې وه او خپلې زدکړې يې هلته ترسره کړې او د ټولنپوهنې په برخه کې د دوکتورا تر کچې پورې لوړې زده‌کړې بشپړې کړې دي.

د هغې بریا د کډوالو او افغان ښځو د ظرفیت او ګډون یوه مهمه بېلګه ګڼل کېږي، چې ښيي افغانان په بهر کې هم په بېلابېلو ټولنیزو او سیاسي برخو کې فعاله ونډه اخيستلای شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...