Home » اقتصادی » افغانستان او ایران د تېلو وارداتو يوه ۸ ماده‌ییزه هوکړه لاسلیک کړه

افغانستان او ایران د تېلو وارداتو يوه ۸ ماده‌ییزه هوکړه لاسلیک کړه

د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې پلاوي د دواړو هېوادونو د سوداګرو په ځانګړي ډول د تېلو د وارداتو د ستونزو د راکمولو په هدف تېره ورځ يوه اته ماده‌ییزه هوکړه لاسلیک کړه.

د دغې خونې د هرات څانګې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې لاسلیک شوې هوکړه تر ډېره د تېلو د ټانکرونو د ستونزو د حل په موضوع راڅرخېده.

په هوکړه کې راغلي د تېلو هغه ټانکرونه چې د هرات ولایت د نفتو ریاست له لوري په رسمي ډول معرفي کېږي ایراني لوري ته د منلو دي او چې رسمي نه‌وي معرفي شوي نه‌شي کولای په رسمي ډول تېل ترلاسه او د سوداګرۍ له حقونو برخه‌من شي.

دا په داسې حال کې ده چې ايران سره د افغانستان د تېلو سوداګري د قاچاق له مله تل له یو لړ ستونزو سره مل وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان د سوداګري زیاتوالی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ...