Home » افغانستان » افغانستان او ايران پر دوه اړخيزې اقتصادي همکارۍ خبرې اترې کړې
سوداګرۍ

افغانستان او ايران پر دوه اړخيزې اقتصادي همکارۍ خبرې اترې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس، سید کریم هاشمي، د ایران ـ افغانستان د ګډې خونې له پلاوي او په کابل کې د ایران له سفیر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي، افغانستان د خپلو طبیعي سرچینو، مناسب ټرانزیټي موقعیت او د پانګونې د پراخو فرصتونو له امله د ایراني سوداګرو او پانګوالو لپاره د پام وړ زمینه برابره کړې ده.
په همدې حال کې، په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي د ایراني سوداګریز پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د تهران د ژمنې څرګندونه بللې او د خصوصي سکټورونو ترمنځ یې د همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی دی.

بل لور ته، د ایران ـ افغانستان د ګډې خونې رییس محمود سیادت ویلي، د یاد پلاوي د سفر اساسي موخه ایران ته د افغانستان د صادراتو پیاوړي کول دي. د هغه په وینا، پنبه، غوښه او معدني مواد د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه دي. د دواړو لورو استازو په دې ناسته کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د اقتصادي ظرفیتونو د اغېزمنې استفادې لپاره د ګډو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

سنټکام پر ایران د پراخو هوايي بریدونو د پیل خبر ورکړ

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ...