په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی چې اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۷.۴ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
دې سازمان په یوه راپور کې ویلي چې دا اندازه پیسې به زیانمنو کورنیو، میندو او ماشومانو ته د خوړو ورکولو لپاره مصرف شي.
د خوړو نړیوال پروګرام دا هم ویلي چې اروپايي ټولنې په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره ۹۲میلیون او ۵۰۰زره ډالر مرسته کړې ده.
د دې ادارې په وینا چې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته یې د خوړو وېش پیل کړی دی
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس