د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د خدمتونو ادارې (EEAS) په يوه رسمي خبرپاڼه کې ويلي، چې کایا کالاس، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ او امنیتي پالیسۍ عالي استازې او د اروپايي کمېسیون مرستیالې، د نويو ټاکنو په لړ کې د ۳۳ سفیرانو او د استازولیو د اوو مرستیالانو د ګومارنې اعلان کړی دی.
د خپرو شوو مالوماتو پر اساس د افغانستان لپاره نیکولا بیلومو د شارژدافیر (سرپرست استازي) په توګه نومول شوی دی. نوموړی اوسمهال د EEAS د پان افریقايي چارو د څانګې مشر دی او تر دې وړاندې یې په روانډا کې د اروپايي ټولنې د سفیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د اروپايي ټولنې ۱۴۵ استازولۍ په ټوله نړۍ کې د دې ټولنې د ګټو د استازيتوب مهمه برخه جوړوي. دغه استازولۍ د اروپايي ټولنې د بهرنۍ او امنیتي پالیسۍ د عملي کولو ترڅنګ، د دې ټولنې لومړیتوبونه په نړیواله کچه وړاندې کوي.
همداراز ويل کيږي چې دغه بدلونونه د ۲۰۲۶ کال د منظمې دندې د بدلون (Rotation 2026) د پروسې برخه بلل کېږي، چې پکې د اروپايي ټولنې د استازولیو سفیران او لوړپوړي چارواکي له یوې دندې بلې ته لېږدول کېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس