د افغانستان ملي دفاع وزارت نن (چهار شنبه د لیندۍ په ۲۶ مه ) یوه اعلامیه خپره کړه، په دې اعلامیه کې د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي چې د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې ۱۷ طالبان وژل شوي دي.
فواد امان زیاته کړه وژل شوي طالبان غوښتل چې پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړي چې د نښتې په پایله کې د دوي بریدونه شنډ او ناکامه شول.
اعلامیه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
فواد امان وویل په پنجوايي کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس