کاناډا د بېلاروس پر ملي بانک او د دغه هېواد پر اتو نورو لویو بانکونو بندیزونه ولګول.
دوی د دغو بندیزونو لامل د اوکراین په جګړه کې د بېلاروس له خوا د روسیې ملاتړ ښودلی دی.
که څه هم خپله بېلاروس اوکراین ته پوځیان نه دي لېږلي، خو د بېلاروس ځواکمن مشر الکساندر لوکاشینکا روسي پوځیانو ته دا زمینه برابره کړې چې د دې هېواد له خاورې پر اوکراین بریدونه وکړي.
تېره میاشت مسکو وویل، له مینسک سره یې هوکړه کړې چې په بېلاروس کې به تخنیکي اټومي وسلې ځای پر ځای کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس