نن د اګسټ ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو اسلامي تحريک د بيا ځلي واکنۍ يو کال پوره شو. د دې ورځې په مناسبت سرپرست حکومت نن دوشنبه د (زمري په ۲۴مه) په ټول هېواد کې عمومي رخصي اعلان کړې ده.
د تېر يوه کال په جريان کې د جګړې بندېدل، د امنيت ټينګښت، د قدرت د جزېرو له منځه وړل او د واکمنۍ تر يوه واحد چتر لاندې د ټول هېواد کنټرولول د نوي حکومت لاسته راوړنې بلل شوي دي.
خو بر عکس اقتصادي رکورد، د لوږې زياتېدل، د بانکي نظام زيانمنېدل، د ټولنيزو محدوديتونو وضعه کول، د رسنيو محدودول، له هېواد د خلکو کډوالي، د نجونو پرمخ د ښوونځيو تړل، له دولتي تشکيل د ځينو مهمو بنسټونو لغوه کول، د کورني مشروعيت نه ترلاسه کول او د نړيوال رسميت نشتوالی هغه ستونزې دي، چې له کبله يې اوسني حکومت ته د نيوکې ګوته نيول کېږي.
د تېر يوه کال په جريان کې افغانانو له جګړې پرته په ټولنيزه او اقتصادي برخه کې له ستونزو سره مخ وو او دې ستونزو د خلکو پر ژوند اغېز کړی دی.
خو حکومت بيا ډاډ ورکړی چې دا هر څه به په تدريجي توګه بېرته سم او عادي شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس