د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد، ویلي چې پاکستان تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو یې هوايي بریدونه کړي دي. د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې ملکي کورونه په نښه شوي دي.
مجاهد زیاته کړې چې د بریدونو له امله يو سپینږیری، يوه ښځه او ۱۱ ماشومان شهیدان شوي او ۱۴ نور کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان دي. نوموړي دغه بریدونه د نړیوالو اصولو خلاف او «بشري جنایت» بللی او په کلکو ټکو یې غندلي دي.
ذبيح الله مجاهد: « تېره شپه د پاکستان متجاوز پوځ یوځل بیا د افغانستان حریم نقض کړ، په کنړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې یې ملکي کورونه بمبارکړل.
چې له امله یې ۱۱ ماشومان یوه زنانه او یو سپینږیری شهیدان ۱۴ تنه نور ښځې او ماشومان ټپیان شول.
موږ دغه بشري جنایت او تجاوز په کلکه غندو.»
د مالوماتو پر اساس، دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د افغانستان هوايي حريم نقض کړی، له دې وړاندې هم پاکستاني الوتکو د افغانستان په ځینو ولایتونو کې بریدونه کړي وو چې په پايله کې يې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس