Home » افغانستان » ننګرهار کې د یوه خصوصي تلوېزیون خبریاله ووژل شوه
رویداد خبري آژانس

ننګرهار کې د یوه خصوصي تلوېزیون خبریاله ووژل شوه

  په ننګرهار ولایت کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد کې د انعکاس تلوېزون خبریاله ملاله میوند نن سهار د پنجشنبې ورځ دفتر ته د تلو پر مهال ووژل شوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، ملاله میوند د ښار د عربانو ګلايي سیمه کې له کور دفتر ته تله چې ووژل شوه:” له بده مرغه نن سهار ۷:۱۰ بجې ملاله میوند چې له کور د دندې لور ته تله د ناپېژاندو کسانو په ډزو له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای په شهادت رسول شوې ده.”

د نوموړي په خبره، ملاله میوند پر خبریالۍ سربېره مدني فعاله هم وه.

ملاله میوند د کرېکټ مبصره هم وه او د افغان کرېکټ لوبډلې پر سیالیو به یې تبصرې کولې.

بل لوري ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبدلې پخوانی لوبغاړی کریم صادق د نوموړې په وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده. کریم صادق په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:” لیکلو لپاره هیڅ هم نلرم دعا کوم چی الله دی د شهادت لوړ مقام درته نصیب کړی او کورنۍ ته دی جمیل صبر غواړم.”

نوموړې تېره شپږیزه کې لومړنۍ ښځینه خبریاله وه چې د لوبو ډګر کې یې نندارچیانو ته پر لوبو تبصرې کولې.

افغانستان د خبریالانو لپاره په نړۍ کې یو خطرناک او ناامن هېواد دی.

د ملاله میوند وژل کېدو سره دا په څه باندې یوه میاشت کې د رسنیز ډګر دریم کس دی چې وژل کېږي.

د تېر نومبر پر اومه پخوانی خبریال یما سیاوش په کابل کې ووژل شو.

د تېر نومبر پر ۱۲ د هلمند مرکز لښکرګا کې خبریال الیاس داعي ووژل شو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...