Home » افغانستان » نا پېژندو وسله والو خوست کې دوه ځوانان ووژل

نا پېژندو وسله والو خوست کې دوه ځوانان ووژل

په خوست ښار کې دوه کسان د ناپېژندو وسله والو په ډزو وژل شوي دي.

دغه دوه ځوانان نن سهار په خوست ښار کې ووژل شول.

د خوست د ولایتي شورا غړي قمر علي لکڼوال پر خپله فېس‌بوک پاڼه کې په ښار کې د ترور د وروستیو پېښو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه  وژل شوي کسان څوک دي او چا دغه برید کړی، د خوست سیمه‌ییزو چارواکو څه نه‌دي ویلي او نه هم کوم چا د دې برید مسؤلیت منلی.

په يو بل خبر کې شپږ کسان د غیر قانوني وسلو ګرځولو په تور نیول شوي دي.

د خوست د پولیسو ویاند عادل حیدر یوې رسنیو ته وویل چې یاد شپږ کسان د ښار په بېلابېلو برخو کې د ناقانونه وسلو ګرځولو په تور نیول شوي دي.

نوموړی  وایي، په تېرو دوو اوونیو کې ۱۷ کړۍ بېلابیل ډوله ماینونه هم کشف او له‌منځه وړل شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...