عربي رسنیو خبر ورکړی چې د عربستان حکومت مکې ته د عمرې لپاره د نورو هېوادونو د مسلمانانو راتګ پر وړاندې محدودیتونه لرې کوي.
سعودي حکومت له دې وړاندې اعلان کړی وو چې هره ورځ شپږ زره سعودي زیارت کوونکي کولای شي د عمرې مراسم تر سره کړي.
په نړۍ کې د کرنا ویروس خپریدو سره سږ کال میلیونونو مسلمانانو د حج او عمرې مراسم تر سره کړای نشول، د عربي رسنیو په حواله یوازې زرو تنو سعودي خلکو سږ کال د حج مراسم تر سره کړل.
د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د پنجشنبې تر ورځې اکتوبر ۲۹ پورې په سعودي عربستان کې نژدې ۳۴۶۵۰۰ تنه په کروناویروس اخته شوي او ۵۳۶۳ تنه له دې وجې مړه شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس