Home » فرهنګی او ټولنیز » ریاست چارواکي: په فراه کې ښځینه زده کوونکو ته د روغتیایي کیټونو ویش پیل شو
رویداد خبري آژانس

ریاست چارواکي: په فراه کې ښځینه زده کوونکو ته د روغتیایي کیټونو ویش پیل شو

د فراه ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وایي په دغه ولایت کې ښځینه زده کونکو ته د روغتیايي کیټونو د ویشلو خبر ورکړی دی.

د فراه د پوهنې ریاست رییس وحیدالله شیراني وایي یاد کيټونه چې د لاسونو او جامو مينځلو صابونونه او ځينو نورو صحي توکو درلودونکي دي د يونیسف موسسې لخوا پوهنې ریاست ته ورکړل شوي چې د مرکز او اړونده ولسوالیو د ښوونځیو ښخینه زده کوونکو ته به وویشل شي، چې په ویش سره به يې شا اوخوا لس زره زده کوونکي ترې ګټه پورته کړي.

رویداد خبري آژانس

نوموړي دغه راز د ښونځيو له مسئولینو غوښتې چې ياد صحي توکي ټولو زده کوونکو ته په مساويانه ډول توزيع کړي. او زده کوونکو ته يې دحفظ الصحې سپارښتنه کړې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...