د فراه ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وایي په دغه ولایت کې ښځینه زده کونکو ته د روغتیايي کیټونو د ویشلو خبر ورکړی دی.
د فراه د پوهنې ریاست رییس وحیدالله شیراني وایي یاد کيټونه چې د لاسونو او جامو مينځلو صابونونه او ځينو نورو صحي توکو درلودونکي دي د يونیسف موسسې لخوا پوهنې ریاست ته ورکړل شوي چې د مرکز او اړونده ولسوالیو د ښوونځیو ښخینه زده کوونکو ته به وویشل شي، چې په ویش سره به يې شا اوخوا لس زره زده کوونکي ترې ګټه پورته کړي.

نوموړي دغه راز د ښونځيو له مسئولینو غوښتې چې ياد صحي توکي ټولو زده کوونکو ته په مساويانه ډول توزيع کړي. او زده کوونکو ته يې دحفظ الصحې سپارښتنه کړې.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس