د وروستيو اورښتونو په ترڅ کې د سېلابونو راوتو، په يو شمېر ولايتونو کې د مالي زيان ترڅنګ خلکو ته ځاني زيانونه هم اړولي دي.
د شمېرو له مخې د يادو سېلابونو له امله، ۱۱تنه مړه شوي او ۲۳تنه نور ټپيا شوي دي. دغه سېلابونه په کندهار، هلمند، بدخشان، جوزجان، فراه، ننګرهار، تخار، نېمروز او کابل ولايتونو کې راوتلي دي.
د مړو او ټپيان شمېرې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو هم تائيد کړي دي. له دې سره د رئيسالوزرا لومړي مرستيال او له طبيعي پېښو سره د مبارزې عالي کمېسيون رئيس ملا عبدالغني برادر په سېلاب ځپلو سيمو کې مسوولانو ته امر کړی، چې زيانمنو خلکو ته ژر مرستې ورسوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس