د هېواد په شمال کې د سالنګ لویه لاره به له نن څخه تر نامعلومې نېټې پورې بنده وي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د دې کار علت د دې لویې لارې په اوږدو کې د بیارغونې د چارو پیل ښودلی دی.
د دې ادارې رییس عبدالحلیم آغا ویلي، د سالنګ لویه لاره به د یکشنبې له ورځې څخه د ټولو مسافروړونکو او باروړونکو موټرو پرمخ بنده وي.
د سالنګونو د لویې لارې د بیارغونې چارې مخکې پیل شوې وې خو چارواکیو څو ورځې مخکې ویلي وو چې له نننۍ ورځې څخه وروسته به په تونل کې دننه د کانکرېټ اچولو چارې پیل شي.
له دې مخکې موټرو پر دې لویې لارې له دواړو خواوو څخه په نوبت سره تګ راتګ کاوه.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس