د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله د اسیا جام سیالیو په لړ کې وروستۍ لوبه د نیپال پر وړاندې ترسره کوي.
افغان نولس کلنو لوبډلې د اسیام جام سیالیو په تېرو دوو لوبو کې د بنګلهدېش او سریلانکا لوبډلو پر وړاندې ماتې خوړلې وه.
د معلوماتو پر اساس په دې جام کې د اسیایي هېوادونو ۸ غوره لوبډلو ګډون کړی چې افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله په «B» ګروپ کې د بنګلهدېش او سریلانکا پر وړاندې له ماتې وروسته نیپال سره لوبه کوي.
بلخوا، په «A» ګروپ کې پاکستانۍ لوبډلې اماراتو او هند ته په ماتې ورکولو سره د ګروپ په لومړي سر کې ځای نیولی دی.
دغهراز، سریلانکا له نیپال او افغانستان څخه د لوبو په ګټلو سره «A» ګروپ کې لومړی مقام لري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس