د خیبرپښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د افغانستان او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
نوموړي دا څرګندونې (جمعه، د لړم په ۱۱مه) د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې له یو پلاوي سره د لیدنې پرمهال کړې دي.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا مهمه بللې او هیله یې څرګنده کړې چې، د سوداګریزو اړیکو ښه کیده به په سيمه کې د مثبتو بدلونونو لامل شي.
دغه پلاوي د خیبرپښتونخوا والي د هغې طرحې چې د پانګوالو پر وړاندې د ننګونو په حل کې مرسته کوي ملاتړ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د تورخم لاره له نږدې دریو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو پرمخ تړل شوې وه، چې څو اوونۍ وړاندې پرانیستل شوه.
د ګمرکې تعرفو لوړوالی، د لارو بندښت او د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان سوداګرو په یوه او بله بهانه ځورول هغه ستونزې دي چې افغان سوداګر یې د حل غوښتنه کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس