ټاکل شوې چې د افغانستان او زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه یوه ورځنۍ سیالي ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دغه سیالي نن(پنجشنبه،۲۹د لېندۍ)د کابل پر وخت دولس بجې د زبمبابوې په کوربه توب د دغه هیواد په پلازمېنې هرارې لوبغالي کې ترسره کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې لوبلړۍ لومړۍ لوبه په دوامداره توګه د باران ورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېده.
د یادونې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له دې مخکې د ۲۰ اوریزې لوبلړۍ اتلولي دو پر یو په خپل نوم ثبت کړې وه.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس