د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل دولت ادارو ته لارښوونه کړې چې د افغانانو او عراقیانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو یا (اېس.ای.وي) پروګرام وارزوي.
دا ویزې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په دغو هېوادونو کې یې د امریکا له پوځ سره د ژباړونکو په توګه کار کړی دی.
د سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې چې د جمعې په ورځ خپور شوی، راغلي امریکا باید دا یقیني کړي چې په جګړه ځپلو هېوادونو کې له هغو کسانو سره خپلې ژمنې پر ځای کوي چې د دوی له پوځ سرهیې مرسته کړې ده.
دا مهال شاوخوا ۱۷ زره افغانان چې له امریکایانو سرهیې د ژباړې او نورو برخو کې کار کړی دی، دې ویزو ته په تمه دي.
دا پروګرام د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال پيل شو چې بیا د ډونالد ټرمپ د واک پر مهال څو ځله له خنډ او ځنډ سره مخامخ شو.
تمه ښودل شوې چې امریکا به ۲۰۲۱ کال کې څلور زره دې ډول کورنیو ته د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکړي.
د معلوماتو له مخې دا مهال امریکا کې ۳۰ زره هغه کورنۍ اوسېږي چې په اېس.ای.وي ویزو هغه هېواد ته تللي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس