Home » افغانستان » امرالله صالح:ملي امنیت د حقاني شبکي یو قوماندان له ۷ ملګرو سره نیولی
رویداد خبري آژانس

امرالله صالح:ملي امنیت د حقاني شبکي یو قوماندان له ۷ ملګرو سره نیولی

امر الله صالح وایي، ملي امنیت ځواکونو د مطيع الله په نوم د حقاني شبکې یو قوماندان له ۷ ملګرو سره یوځای نیولی دی.

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح ويلي ملي امنیت ځواکونو په کابل کې د مطیع الله په نوم د حقاني شبکې یو قوماندان له ۷ ملګرو سره نیولی دی.

صالح ویلي د حقاني شبکې ياد قوماندان د هغو انځورونو په اساس نيول شوی چې په کابل ښار کې يې ځوړند کړي دي.

نوموړي ويلي د کابل ښار څو اوسيدونکو په ښار کې د مجرمينو د لګول شويو انځورونو په اساس مطيع الله پېژندلی و او امنيتي ځواکونو ته يې خبر ورکړی و.

صالح ویلي هغه خلک به د هويت خوندي ساتلو سره په مادي او معنوي ډول وستایل شي چې مالومات یې شریک کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...