د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډله ترمنځ د شل اوریزو سیالیو درېیمه لوبه تېره شپه ماښام اته نیمې بجې (دوشنبه کب ۲۸ مه) د متحده عربي اماراتو شارجې لوبغالي کې وشوه.
د افغانستان کرکټ لوبډلې د ۵۷ منډو په توپیر له ایرلنډ درېیمه شل اوریزه سیالۍ ګټلو سره دوه پر یو یې د لوبلړۍ جام خپل کړ.
افغان کرکټ لوبډلې د اوو لوبغاړو سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه، ابراهیم ځدراڼ ۷۲، محمد اسحق ۲۷ او صدیق الله اتل ۱۹ منډې د خپلې لوبډلې په ګټه وکړې.
په همدې حال کې افغان توپ اچوونکو ایرلنډي لوبغاړو ته موقع ورنکړه او په ۹۸ منډو یې لوبه راټوله کړه.
عظمت الله عمرزي د سټایلش لوبغاړي او ابراهیم ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو.
د یادونې ده چې افغان کرکټ ملي لوبډلې له ټېسټ سیالۍ پرته درې یو ورځنۍ نړیوالې او درې شل اوریزې سیالیو لوبلړۍ له سیالې لوبډلې وګټلې.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس