Home » سپورټ » افغان الف لوبډلې د اسیا اېمرجېنګ جام اتلولي وګټله

افغان الف لوبډلې د اسیا اېمرجېنګ جام اتلولي وګټله

افغان الف«ابدالیانو» لوبډلې د اسیا اېمرجېنګ جام کرکټ سیالیو په پایلوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۴ کال اېمرجېنګ اسیا جام اتلولي خپله کړه.

دا سیالي پرون (یکشنبې، د لړم۶مه)د عمان په الامارات کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې پچه(ټاس) سریلانکا الف لوبډلې وګاټه او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

یادې لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره افغان ابدالیانو لوبډلې د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه.

په افغان توپ اچوونکو کې بلال سمیع په څلورو اورونو کې د ۲۲ منډو په ورکولو سره د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي او غضنفر بیا په څلورو اورونو کې د ۱۴ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې افغان کرکټ لوبډلې یاد هدف د درېیو لوبغاړو په زیان په ۱۸ اورونو کې پوره کړ او د دغه جام اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د افغان لوبډلې لپاره په توپوهنه کې صدیق اتل ۵۵، کریم جنت ۳۳، درویش رسولي ۲۴ او محمد اسحاق ۱۶ منډې وکړې.

د اسیا اېمرجېنګ په کرکټ سیالیو کې د افغانستان سربېره، سریلانکا، هند، پاکستان، بنګله ‌دېش، هانګ کانګ، نیپال، عمان او د متحده عرب اماراتو الف لوبډلو هم ګډون درلود.

له دې وړاندې په ۲۰۱۷م کال کې د افغانستان د ۱۹ کالونو څخه کم عمره افغان لوبډلې د اسیا جام پایلوبه کې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو په ستر توپیر ماته ورکړه او اتلولي یې ګټلې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...