د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ د شوي تړون پر بیا کتنه ټینګار وکړ. ښاغلي بلېنکن پرون بي بي سي ته په دې اړه وویل: “موږ دې ته اړتیا لرو چې د متحد ...
Read More »ایران: که واشنګټن بندیزونه لېرې کړي ځینې اقدامات پای ته رسوو
ایران وايي، که واشنګټن بندیزونه ترې لېرې کړي، نو ټول هغه اقدامات به پای ته ورسوي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي سره په ټکر کې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف پرون جمعه (د کب ۱مه نېټه) پر ټویټر په یو بیان کې ویلي، که ...
Read More »دفاع وزارت: پکتیکا کې درې طالبان وژل شوي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د پکتیکا ولایت ګومل ولسوالۍ کې ۳ طالبان وژلي او ۱ بل یې ژوندی نیولی دی. د دغه وزارت لخوا نن شنبه (د کب ۲مه نېټه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:” تېره ...
Read More »ضمیر کابلوف او باجوه پر افغان سولې خبرې کړې دي
د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي پرون جمعه (د کب ۱مه نېټه)د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جاوید قمر باجوه او د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په اسلام اباد کې کتلي. د پاکستان د پوځ او د بهرنیو چارو وزارت له خوا د خپرو ...
Read More »د پاکستان د کرکټ سوپر لیګ سیالۍ نن پيلېږي
نن شنبه (د کب ۲مه نېته) د پاکستان د کرکټ سوپر لیګ لوبې پیلېږي. راشد خان، محمد نبي، مجیب رحمن او یو شمېر نور افغان لوبغاړي په دې شل اوورېزو سیالیو کې د بېلابېلو لوبډلو له خوا لوبول کېږي. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک په دې اړه ازادي ...
Read More »شهرزاد اکبر: تاوتریخوالی بند کړئ او خبرو ته راوګرځئ
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشري په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي:”تاوتریخوالی بند کړئ او خبرو ته راوګرځئ.” شهرزاد اکبر پرون جمعه (د کب ۱مه نېټه) پرته له دې چې د افغان دولت او طالبانو نوم یاد کړي په خپل ټویټ کې زیاته کړې چې د ناټو او امریکا پرېکړو ...
Read More »امریکا له ایران سره د اتومي پروګرام په اړه خبرو ته امادګي وښوده
د امریکا متحده ایالتونه وایي چمتو دی چې له ایران سره بیا د ۲۰۱۵ اتومي تړون ته وروګرځي. دغه تړون ایران نه پرېږدي چې اتومي وسله ولري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ندپرایس دوه ورخې وړاندې فبروري ۱۸ ( سلواغه ۳۰) ناوخته وویل چې د امریکا حکومت د ...
Read More »چین وايي له هند سره یې جکړه کې څلور عسکر وژل شوي
چین ۶میاشتې وروسته ومنله چې هند سره جګړه کې یې څلور سرتیري وژل شوي. د چین پوځ پرون جمعې په ورځ فبروري ۱۹ (کب لومړی) وویل چې تېرکال په همالیا کې له هند سره یې په سرحدي جګړه کې څلور سرتېري وژل شوي وو. بیجینګ هغه وخت د هندي او چینايي سرتیرو ...
Read More »په دوو جلا پېښو کې ۱۰ پاکستاني عسکر وژل شوي دي
د سویلي وزیرستان او بلوچستان په بیلا بیلو بریدونو او چاودنو کې لس تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. پاکستاني چارواکو ويلي چې، دوه شپې وړاندې د سویلي وزیرستان د سرا روغه سیمې په ډیله مزارۍ کلي کې وسله والو کسانو د ملیشه سرتیرو پر پوستې برید کړی و. پاکستاني ...
Read More »بایډن:له دیپلوماتیکو لارو د افغان جګړې د ختمولو ملاتړ کوو
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي، چې په افغانستان کې د روانې شل کلنې جګړې د ختمولو لپاره د هغې دیپلوماتیکې پروسې کلک ملاتړ کوي چې دا مهال پیل شوې ده. جو بایډن د میونیخ امنیتي کنفرانس ته وینا کې ټینګار وکړ چې حکومت به یې د افغانستان ...
Read More »