Home » Tag Archives: رویداد خبری آژانس (page 60)

Tag Archives: رویداد خبری آژانس

رحماني: ولسمشر دعليپور د غیر قانوني کړنو له کبله اندرابي له دندې ګوښه کړ

رویداد خبري آژانس

د ولسي جرګې رییس وایي عليپور په غیر قانوني کړنو بوخت دی خو ولسمشر د هغه د تعقیب پر ځای د کورنیو چارو وزیر له دندې ګوښه کړ. د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني نن دوشنبه (د وري ۹مه نېټه) د یادې جرګې د نننۍ غونډې په ...

Read More »

افغان ځواکونو بهسودو کې پر ۲۵۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، چې افغان ځواکونو يې د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې پر ۲۵۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي. د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د اړمنو کورنیو لپاره د ملي ...

Read More »

افغان ولسمشر:د هېواد۵۰ سلنه عواید غلا کېږي

رویداد خبري آژانس

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې د هېواد په حکومتي ادارو کې له دولتي منابعو هیڅ ګټه نه اخیستل کېږي. ولسمشرغني نن یکشنبه (د وري ۸مه نیټه) د ځوانانو عالي شورا د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې افغانستان پرېمانه طبیعي زېرمي لري او که په ښه توګه مدیریت ...

Read More »

د کندهار-هرات پر لویه لار ترافیکي پېښې ۱۸کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

رویداد خبري آژانس

د راپورونو له مخې تېره شپه د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د کندهار-هرات پر لویه لار ترافیکي پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي. د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزي ویلي چې پېښه د ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي او باروړونکي ...

Read More »

ایران او چین د همکارۍ یو ۲۵ کلن تړون لاسلیک کړ

رویداد خبري آژانس

ایران او چین پرون شنبې په ورځ (د وري۷مه نېټه) د ۲۵ کلنې ستراتیژیکي همکارۍ تړون لاسلیک کړ د ایران دولتي تلویزیون ویلي چې تړون د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په تهران کې لاسلیک کړ. د دواړو هیوادونو تر منځ ...

Read More »

د میانمار امنیتي ځواکونو په یوه ورځ کې ۹۰ کسان وژلي

رویداد خبري آژانس

په میانمار کې د شنبې په ورځ (د وري ۷مه نېټه) د پوځي کودتا په ضد په روانو لاریونونو کې ۹۰ کسان وژل شوي دي. راپورونه او عیني شاهدان وايي امنیتي ځواکونو دا کسان وژلي دي چې په کې یو کوچنی هم شامل دی. دا لاریونونه د فبرورۍ له لومړۍ ...

Read More »

عبدالله: د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د شرایطو پر اساس شوې

رویداد خبري آژانس

د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړه د شرایطو پر اساس شوې، خو طالبان لاهم په خپله ژمنه چې د تاوتریخوالي کمول دي، عمل نه دی کړی. عبدالله عبدالله وایي وسله والو طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه ...

Read More »

کابل کې د داعش ډلې یو غړی نیول شوی

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د داعش ډلې د یوه غړي د نیول کېدو خبر ورکړ. دغه وزارت نن شنبه (د وري ۷مه نېټه) ویلي چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د اتمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره ...

Read More »

ایران د چین سره د همکارۍ یو اوږدمهاله تړون لاسلیک کوي

رویداد خبري آژانس

ایران او چین غواړي همدا نن شنبه د ګډې همکارۍ یو اوږدمهاله او هر اړخیزه تړون امضأ کړي. په دغه ۲۵ کلن تړون کي به «سیاسي، ستراتیژیکي او اقتصادي موافقې» شاملي وي. د ایران د خارجه وزارت ویاند، سعید خطیب زاده په دولتي ټلویزون کي د خبرو پر مهال وویل ...

Read More »

افغانستان کې څلور کسان په کرونا ویروس اخته شوي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څلور کسان په کرونا ویروس اخته شوي او یو بل مړ شوی دی. روغتیا وزارت دغه معلومات چې نن(شنبه د وري په ۷مه نېټه) له رسنیو سره شریک کړي، ښیې چې تازه ثبت شوې پېښې د ۱زرو ...

Read More »