د برېتانيا پخواني لومړي وزير ګورډن براون په افغانستان کې پر موجوده بشري وضعيت او په ځانکړې توګه د ماشومانو پر وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، اجازه به ورنه کړي چې په دغه هېواد کې وضعيت نور هم خراب شي. نوموړي پرون د سېشنبې په ورځ د (سلواغې ...
Read More »امريکا په واشنګټن کې د افغانستان سفارت بانکي حسابونه کنګل کړي
په واشنګټن کې د افغانستان سفارت کارکوونکي خبر ورکوي چې له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د سفارت بانکي حسابونه د امريکا د دولت له لوري کنګل شوي دي. د سفارت ځينو کارکوونکو امريکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، په امريکا کې د افغانستان سفارت اړوند دوو ...
Read More »برېښنا شرکت: افغانستان ته د ازبېکستان وارداتي برېښنا پرې شوې
د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی چې نن سېشنبه د (سلواغې په ۵مه) له ازبېکستان څخه افغانستان ته وارد شوې برېښنا پرې شوې ده. دې شرکت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، ياده پرچاوي د منځنۍ اسيا درېيو هېوادون ازبېکستان، قراقستان او قرغزستان په ګډ برېښنايي سيسټم کې د تخنيکي ستونزې ...
Read More »لطيف نظري: له تور لېسټ د حکومت د رهبرۍ غړو اېستل او د شتمنۍ ازادولو په اړه له امريکا سره غږېږو
د اقتصاد وزارت معين او ناروې ته د تللي پلاوي غړی عبدالطيف نظري وايي، د اجنډا له مخې ټاکل شوې چې نن د امريکا له استازو سره د افغانستان پر اړوند مسايلو بحث او خبرې وشي. نوموړي نن دوشنبه د (سلواغې په ۴مه) رسنيو ته ويلي، د افغانستان د شمتنۍ ...
Read More »عمران خان: خلک دې د افغانستان بشري وضعيت په اړه د نړيوالو په پوهاوي کې برخه واخلي
د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي، دی هم له هغه نوښت سره خپل غږ يو ځای کوي چې په افغانستان کې پر بشري ناورين د پوهاوي په اړه پيل شوی دی. نوموړي تازه نن يکشنبه د (سلواغې په ۳مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه له خلکو هم غوښتنه ...
Read More »اردوغان: افغانستان ته خوراکي او پوښاکي توکو مرسته لېږو
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان اعلان کړی چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د خوراکي توکو په شمول د پوښاکي توکو د مرستې يوه بسته ولېږي. نوموړي نن پنجشنبه د (مرغومي په ۳۰مه) ويلي، د ۷سوه ټنو په اندازه دا مرسته د ترکيې د خلکو اړوند بنسټونو ...
Read More »سور صليب: افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو شمېر ۳۰ سلنه نور هم زيات شوی
د سره صليب نړيوالې کميټې په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه په تازه څرګندونو کې ويلي، چې دغلته د نفوس نيمايي برخه لا هم بشري مرستو ته جدي اړتيا لري. د يادې کميټې د افغانستان برخې نن پنجشنبه د (مرغومي په ۳۰مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، د ...
Read More »ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ښځو بېروزګاري ۱۶ سلنه زياته شوې
ملګري ملتونه وايي، له هغې وروسته چې طالبانو واک نيولی، په افغانستان د ښځو د بېروزګارۍ کچه په مراتبو زياته شوې ده. د ملګرو ملتونو د کار نړيوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي، د تېر حکومت له نسکورېدو او د طالبانو له واک ته رسېدو سره، د افغان ...
Read More »رئيسالوزرا: د بشري حقونو مدافع هېوادونه په افغانستان کې بشري حقونه نقضوي
رئيسالوزرا مولوي محمد حسن اخند وايي، يو شمېر هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خونديتوب چيغې وهي، په خپله بشري حقونه نقضوي. نوموړي چې نن يې د افغانستان د اقتصادي ستونزو هواري په يوه ورځني کنفرانس کې خبرې کولې وويل، يادو هېوادونو د افغانستان شتمنۍ په ...
Read More »ملګري ملتونه: نړيوال ډونران له افغانستان سره مرستو ته هڅوو
په افغانستان د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبورا لاينز وايي، دغه سازمان هڅه کوي چې د بنديزونو د لرې کولو او افغانستان ته د مرستو جلبولو په موخه له ډونرانو سره خبرې وکړي. لاينز چې نن چهارشنبه د (مرغومي ۲۹مه) يې د افغانستان د اقتصادي ستونزو هواري په يوه ورځني ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس