Home » اقتصادی (page 37)

اقتصادی

حنفي: په افغانستان کې د پانګونې لپاره لازمې اسانتياوې رامنځته شوي

د رئيس‌الوزرا دويم مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د امنيت ټينګښت لومړنی او اساسي شرط دی چې د نوموړي په دا مهال په افغانستان سرتاسري امنيت ټينګ دی. نوموړي چې نن يک‌شنبه د (سلواغې په ۱۷مه) يې د اقتصادي کمېسيون په لومړنۍ غونډه کې ...

Read More »

برادر: ټول وزارتونه دې د اقتصادي ودې لپاره طرحې او پلانونه شريک کړي

د رئيس‌الوزرا لومړی مرستيال ملا عبدالغني برادر وايي، اسلامي امارت ژمن او مسوول دی چې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له لارې په هېواد کې د لوږې ختمولو په موخه اقتصادي پياوړتيا ته کار وکړي. نوموړي چې نن يې د اقتصادي کمېسيون په لومړنۍ غونډه کې يې خبرې کولې ...

Read More »

ميدان وردګو کې تجلا راډيو ټلوېزيون د مالي او نورو ستونزو له امله خپرونې وځنډولې

په افغانستان کې د مالي کړکېچ او دغه راز د رسنيو پر وړاندې د ګڼو ستونزو له امله، په ميدان وردګ کې هم د تجلا په نوم يوه سيمه‌ييز راډيو ټلوېزيون خپلې خپرونې وځنډولې. د تجلا راډيو ټلوېزيون مسوولان وايي، پر مالي ستونزو سربېره نورې داسې ستونزې يې هم درلودې ...

Read More »

امريکا: ټول بانکونه پر ط.البانو د بنديزونو په پام کې نيولو پرته، افغانستان ته پيسې لېږلی شي

د امريکا خزانې وزارت اعلان کړی چې ټول نړيوال بانکونه پرته له دې چې پر ط.البانو د امريکا او نړيوالو بنديزونه په پام کې ونيسي، افغانستان ته د پيسو د لېږ او رالېږد معاملې ترسره کولی شي. دې وزارت په خپله خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبه ناوخته د (سلواغې په ...

Read More »

برېتانيا له افغانستان سره ۲۸۶ ميليونه پونډه مرسته اعلان کړې

د برېتانيا حکومت وايي، چې له افغانستان سره د خپلو مرستو دوه چنده کولو ته ژمن دی او په دې ترڅ کې يې له افغانستان سره د ۲۸۶ ميليونه پونډو په ارزښت د مرستې اعلان هم کړی دی. په افغانستان کې د برېتانيا د وګړو لپاره د دغه هېواد قونسلي ...

Read More »

عمران خان؛ چين ته د خپل سفر پرمهال له دې هېواد ۳ مېليارده ډالر پور غواړي

د پاکستان يوې حکومتي سرچينې د دغه هېواد ايکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې ته ويلي، ټاکل شوې لومړی وزیر عمران خان بيجينګ ته د خپل سفر پرمهال له چين څخه د ۳ مېليارد ډالري پور غوښتنه هم وکړي. سرچينو ويلي چې پاکستان دامهال د مالي ذخيرې له کمي سره مخ دی او ...

Read More »

چارواکي: له پاکستاني پلاوي سره پر سوداګرۍ او دوه اړخيزه اړيکو خبرې شوي

چارواکي وايي چې د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف په مشرۍ د دغه هېواد له پلاوي سره يې د افغانستان او پاکستان پر ګډو مسايلو خبرې کړي دي. د دوی په خبره، معيد يوسف تر دې مهال د رئيس‌الوزرا له دويم مرستيال عبدالسلام حنفي او دغه راز د بهرنيو ...

Read More »

چارواکي: د اکثره وزارتونو او دولتي ادارو د کارکوونکو دوو مياشتونو معاشونه اجرا شول

چارواکو خبرو ورکړی چې ماليې وزارت د نږدې ۴۰ وزارتونو او نورو دولتي ادارو کارکوونکو ته د دوو مياشتو معاشونه اجرا کړي دي. د اسلامي امارت د وياند مرستيال انعام‌الله سمنګاني پرون شنبه د (سلواغې په ۹مه) د هغو وزارتونو او دولتي ادارو لېسټ په خپل ټوېټر خپور کړی چې ...

Read More »

انتونيو ګوټيريش: د افغانستان کنګل شوې شتمۍ يوه برخه دې ازاده شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټيريش وايي، په افغانستان کې بشري وضعيت په يوه ناسم حالت کې دی او د دغه وضعيت مهارولو لپاره جدي اقدماتو ته اړتيا ده. نوموړي پرون چهارشنبه ناوخته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنيت ځانکړې غونډې ته په خبرو کې وويل، افغانان دامهال ...

Read More »

د اسيا پراختيايي بانک له افغانستان سره ۴۰۵ ميليونه ډالر مرسته اعلان کړې

د اسيا پراختيا بانک پرون سې‌شنبه د (سلواغې په ۵مه) په يوه بيان کې، له عامو افغانانو سره د ۴۰۵ ميليونه ډالرو مرسته اعلان کړې ده. دې بانک زياته کړې چې ياده مرسته به خلکو ته د خوراکي توکو پر رسولو، د روغتيايي خدمتونو پر چمتوو کولو او دغه راز ...

Read More »