نړيوالو بانک د يوې هغې ترسره شوې څېړنې پايلې خپرې کړې چې په افغانستان کې د موجوده اقتصادي وضعيت او لوږې کچې د مالومولو په موخه يې کړې ده. د دغه بانک موندنې ښيي چې دامهال په افغانستان کې ۷۰ سلنه هغه کسان چې د کورنيو سرپرستي يې په غاړه ...
Read More »د ترکيې بشري مرستو درېيمه جوپه هرات را ورسېده
په کابل کې د ترکيې سفارت بېګاه دوشنبه د شپې د (کب په ۲۳مه) خبر ورکړی، چې له افغانستان سره د ترکيې بشري مرستو درېيمه جوپه هرات ته رسېدلې ده. د ترکيې اناطولي اژانس په کابل کې د دغه هېواد د سفارت په حواله ويلي، په دې جوپه کې ۹۹۴ ...
Read More »ملګري ملتونه: له اړمنو افغانانو سره کيدونکې مرستې به دوام وکړي
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ مشر فليپوګراندي چې پرون دوشنبه د (کب په ۲۳مه) کابل ته د يوه پلاوي په مشرۍ راغلی وايي، له اړمنو افغانانو سره د ملګرو ملتونو بشري مرستې به دوام ولري. نوموړي ويلي، افغانستان ته يې سفر په دې موخه دی څو په ...
Read More »خوړو نړيوال سازمان: پر خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي
د خوړو نړيوال سازمان په افغانستان کې د ماشومانو ناسم روغتيايي وضعيت ته په پام سره خبرداری ورکړی، چې ښايي په راتلونکې کې په افغانستان کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشومان شمېر خورا ډېر شي. دې سازمان تازه نن دوشنبه د (کب په ۲۳مه) ويلي، چې د افغانستان ټولو ...
Read More »په شمالي ولايتونو کې پر اړمنو کورنيو د مرستو وېشل پيل شول
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ يا UNHCR خبر ورکړی چې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې يې پر اړمنو کورنيو د لازمو خوراکي او غير خوراکي توکو وېشل پیل کړي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان برخې تازه په خپل ټوېټر کې نن ...
Read More »کډوالو اداره: يوازې تېر کال په افغانستان کې ۱.۳ ميليونه کسان بېځايه شوي
د کډوالو نړيواله اداره يا IOM وايي، په افغانستان کې د جنګ جګړو له امله په وروستيو کلونو کې لږ تر لږه ۶ ميليونه افغانان په کور دننه له خپلو مېنو بېځايه شوي دي. دغې ادارې په دې اړه خپل تازه راپور کې چې پرون شنبه ناوخته د (کب په ...
Read More »جاپان د روغتيا په برخه کې له افغانستان سره ۳ ميليون ډالرو مرسته کوي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونېسف وايي، ټاکل شوې چې جاپان له افغانستان سره د روغتيا په برخه کې ۳ ميليون ډالره مرسته وکړي. يونېسف زياته کړې چې د جاپان له لوري له افغانستان سره دغه کېدونکې مرسته به د ماشومانو روغتيا پر بېلابېلو برخو لکه ...
Read More »نيويارک ټايمز: د حکومت له ملاتړ پرته ښايي په واشنټن کې د افغانستان سفارت وتړل شي
نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې دامهال په واشنګټن کې د افغانستان سفارت، د افغانستان نوي حکومت له لوري نه تمويلېږي او زياتوي چې د خپل هېواد له ملاتړ پرته ښايي وتړل شي. د راپور له مخې، په واشنګټن کې د افغانستان سفارت دامهال د خپلو عادي لګښتونو د پوره ...
Read More »قرېشي: نړيواله ټولنه دې له افغانستان سره د بشري مرستو کړې ژمنه عملي کړي
د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وايي، چې نن پنجشنبه د (کب په ۱۹مه) يې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ له مشرې ميشل باشلې سره د افغانستان او پاکستان بشري وضعيت په اړه خبرې کړي دي. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، ...
Read More »افغانستان او پاکستان د يوه او بل له خاورې ټرانزېټي استفادې ته اجازه ورکړه
افغانستان او پاکستان هوکړه کړې چې د سوداګرۍ پراختيا په موخه دواړه لوري د ټرانزېټ په برخه کې د يوه او بل له خاورې په ازاده ډول ګټه پورته کولی شي. د پاکستان لومړي وزير عمران خان سلاکار عبدالرزاق داوود په نن چهارشنبه د (کب په ۱۸مه) خپل ټوېټر کې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس