د پاکستان دولتي راډيو د دې هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې په پام کې ده په نږدې راتلونکې کې د پاکستان حکومت دغلته د مېشتو ناراجسټر شوو افغان کډوالو نومليکنه پيل کړي. په راپور کې ويل شوي، چې د پاکستان د رياستونو او سرحدي سيمو وزير طلحه ...
Read More »اروپا: په افغانستان کې د ښځو حقونو تر تهديد لاندې دي او راتلونکی يې نامالوم دی
د اروپايي ټولنې د پارلمان مشرې روبرتا متسولا په افغانستان کې د ښځو پر وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې ياد وضعيت د ښځو راتلونکی له نامالوم برخليک سره مخ کوي. نوموړې پرون دوشنبه د (لړم په ۳۰مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ويلي، چې په افغانستان ...
Read More »کابل کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي
کابل ښار کې بېګاه دوشنبه د شپې د (لړم په ۳۰مه) چاودنه شوې. د کابل امنيې قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ رويداد خبري اژانس ته ياده چاودنه تائيد کړې ده. نوموړي رويداد ته په رالېږلي پيغام کې ويلي، چې ياده چاودنه د کابل ښار ۴مې امنيتي حوزې اړوند په دریم پروان ...
Read More »نی: تېر يوه کال کې ۵۰ سلنه ټلوېزيونونه د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي
نن نومبر ۲۱مه د ټلویزیون له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ په هېوادونو کې له رسنيو د ملاتړ او خلکو ته د مالوماتو په رسولو کې د ټلوېزيون د ارزښت تر عنوان لاندې نمانځل کېږي. د افغانستان د ازادو رسنيو ملاتړ اداره يا نی وايي، دا چې ټلوېزیون ...
Read More »ملګرو ملتونو د خوراکي خونديتوب لپاره افغانستان کې زيرمتونونه جوړ کړي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام يا WFP د راتلونکي ژمي پرمهال د لوږې مهارولو په موخه د افغانستان په لرې پرتو سيو کې د خوراکي توکو ۳۴ ګرځنده زيرمتونونه جوړ کړي دي. د خوړو نړيوال پروګرام نن دوشنبه د (لړم په ۳۰مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې ...
Read More »متقي: نړيوال له افغانستان سره پر مرستو کولو مسوول دي او بشري مسايل دې سياسي نه کوي
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون يکشنبه د (لړم په ۲۹مه) په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر پال کلومان بکر سره ليدلي او دواړو له افغانستان سره پر بشري مرستو، امنیت، پراختيايي همکاریو او يو لړ سياسي موضوعاتو خبرې کړي دي. متقي په دې ...
Read More »ډنډې پټان کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه اوس هم روانه ده
د پکتيا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان او پاکستان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ جګړه له وړمې شپې راهيسې پيل شوې او تر نن دوشنبې د (لړم ۳۰مې) دوام لري. په ډنډه پټان کې ځايي سرچينو رويداد خبري اژانس ته تائيد کړه، چې نن له ...
Read More »ملګرو ملتونو د ماشومانو نړيوالې ورځې په مناسبت د نجونو ښوونځيو د پرانيستو غوښتنه کړې
نن د نومبر ۲۰مه نېټه ده او د ماشومانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ په نړۍ کې ماشومانو ته د زدهکړو، روغتيا او د دوی د سمې روزنې په برخو کې د دولتونو له لوري د ژمنو په کولو سره نمانځل کېږي. د همدې ورځې په مناسبت ...
Read More »بغلان کې د دوو ټرافيکي پېښو له امله ۵۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
په بغلان کې د دوی بېلابېلو ټرافيکي پېښو له امله ۵۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي چارواکو په دې اړه رسنيو ته ويلي، چې دواړو پېښو ټپيانو روغتونونو ته لېږدول شوي او وضعيت يې د ډاډ وړ دی. دوی زياته کړې، چې لومړۍ پېښه د دوشي ولسوالۍ په ...
Read More »هند: افغانستان کې د نظام له بدلون وروسته، د سيمې وضعيت اندېښمنوونکی دی
هندي چارواکي وايي، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط او واک ته د نوي سرپرست حکومت له رسېدو سره په سويلي اسيا او په ټوله سيمه کې د وضعيت په اړه اندېښنې زياتې شوي دي. دا څرګندونې د هند کورنيو چارو وزير اميت شاه په هغې دوه ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس