د سویډن په نامه مرستندویه کمیټه وایي چې په افغانستان کې یې خپلو ټولو فعالیتونو ته د پای ټکی اېښی دی. د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د ا.ا په غوښته او د سویډن کمیټې د کارکوونکو د امنیتي خوندیتوب لپاره شوې او تېره جمعه د حوت ۲۵مه یې په ...
Read More »د امنیت شورا غونډه؛ د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځول شو
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یو پریکړهلیک په صادرولو سره په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستندوی پلاوی (یوناما) ماموریت د یو بل کال لپاره غځولی دی. د یوناما د ماموریت په اړه د امنیت شورا دا غونډه تېره شپه (جمعه د کب ۲۵مه) شوې ده. په دې ...
Read More »راشد خان بېرته د هېواد د کرکټ لوبډلې ته راوګرځېد
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې راشد خان ارمان بېرته د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ته راګرځېدلی دی. د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې ستوري راشد خان څلور میاشتې وړاندې د ملا عملیات وکړ او د کرکټ له لوبو لرې شو. د افغانستان کرکټ بورډ تېره شپه ...
Read More »ازبکستان: افغانستان باید د نړیوالې ټولنې برخه وي
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، بختیار سعیدوف د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست، امیر خان متقي سره په کتنه کې ویلي هېواد یې تل په نړیوالو ناستو کې له افغانستان ملاتړ کړی او دا هېواد باید د نړیوالې ټولنې برخه وي. د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه ...
Read More »ملګري ملتونه له افغانستان سره د مرستې بهیر ارزوي
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسمبالې «کرن دکر» وایي چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې سازمانونو او مرستندویه هېوادونو سره یوځای له افغانستان سره د مرستې بهیر ارزوي. د امریکا د سفارت چارسمبالې په دې اړه څرګندونې په خپله اېکس پاڼه کړې، خو دا یې نه دي ...
Read More »عدلیې وزارت: د اهل هنودو د غصب شویو ځمکو په اړه ارزونې پیل شوې
د عدلیې وزارت مطبوعاتي دفتر تېره ورځ د کب په ۱۹ مه خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د هېواد په کچه د اهل هنودو د غصب شویو ځمکو د ارزونې بهیر پیل کړی دی.د خبرپاڼې د معلوماتو پراساس کمېسیون په مرکز او ولایتونو ...
Read More »څه باندې ۳۰۰ تنه افغان پناهغوښتونکي له پاکستانه کاناډا ته ولېږدول شول
د کاناډا د مهاجرت او کډوالۍ وزارت اعلان کړی چې له پاکستان څخه د ۳۳۳ افغان کډوال کاناډا ته لېږدول شوي دي. دې ادارې په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې یاد شمېر پناه افغان کډوال پرون جمعه د کب ۱۸مه کلګري ښار ته رسېدلي دي. د کاناډا د کډوالۍ د ...
Read More »ټاکل شوې د دوحې درېیمه غونډه د جون په میاشت کې جوړه شي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وايي، دغه سازمان د روان کال په جون میاشت کې د دوحې د درېیمې غونډې لپاره چمتووالی نیسي. نوموړي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې ویلي چې دغه ...
Read More »د ا.ا د پوځ مشر: د افغانستان هوایي حریم د امریکا لخوا اشغال دی
د ا.ا د پوځ لوی درستیز، فصیح الدین فطرت ویلي چې د افغانستان هوایي حریم لا هم د امریکا په کنټرول کې دی. ښاغلي فطرت دا څرګندونې تېره شپه (سهشنبه د کب ۱۵مه) له طلوع نیوز سره په مرکه کې کړې دي. فطرت په دې مرکه کې ویلي: “اوس هم ...
Read More »رینا امیري: د جګړې د مخنیوي لپاره په ټولنه کې د ښځو ګډون اړين دی
د بشري حقونو او د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري وایي چې د جګړې د مخنیوي لپاره په ټولنه کې د ښځو ګډون اړين دی. هغې پرون شپه (سه شنبه د کب ۱۵مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: “په ټولنه کې د ښځو بشپړ ګډون ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس