د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن(دوشنبه، د زمري لومړې نېټه) په یوې خبرپاڼه کې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د باران ورېدو او د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی. خبر پاڼه کې بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پنجشېر، کاپیسا او پروان هغه ولایتونه دي ...
Read More »اوچا: په افغانستان کې هره میاشت ۱۱۰ تنه د ناچاوده توکو قرباني کېږي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په دغه هېواد کې د چاودېدونکو توکو د قربانیانو پر ناوړه وضعیت بحث کړی او ټینګار شوی چې هره میاشت د دغو توکو له امله شاوخوا ۱۱۰ کسان ټپیان کېږي چې ډېری یې ماشومان دي. دې ادارې ...
Read More »ایران د یو افغان په ګډون ۸ کسان اعدام کړي
د ایران پر بشري حقونو د څار یو سازمان «هنګو» وایي چې په دغه هېواد کې ایراني حکومت د یوې ښځې او یو افغان په ګډون ۸ کسان د نشهیي توکو د قاچاق په تور په بند محکوم او اعدام کړي دي. دې ادارې په یو راپور کې ویلي چې ...
Read More »اتل خان رحیم زوی د کانکور عمومي اول نمره شو
د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی چې له کابل ولایت څخه اتل خان رحیم زوی د ۳۵۹.۶۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د ۱۴۰۳ کال د کانکور په ازموینه کې لومړی مقام خپل کړی دی. د حبیبې لېسې زده کوونکی اتل خان رحیم زوی د کابل طبي علومو پوهنځي ته ...
Read More »د افغانستان په صادراتو کې څه باندې ۱۱ میلیونه کموالی راغلی
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د روان کال په غبرګولي کې د افغانستان صادرات د غویي میاشتې په پرتله ۱۱٫۳ میلیونه ډالره کم شوي دي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، افغانستان د غویي په میاشت کې ۹۳٫۳ میلیونه ډالره صادرات لرل، په داسې حال کې ...
Read More »نیمروز کې اورلګېدنه؛ شپږ کسان ټپيان او څه باندې شپږ میليونه افغانۍ زيان اوښتى
د نيمروز په مرکز زرنج ښار کې د اکسېجن د توليد په يوه شرکت کې د اورلګېدنې له امله شپږ نيم ميليونه افغانۍ مالي زيان اوښتى او شپږ نور کسان پکې ټپيان شوي دي. ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې اورلګېدنه د چهارشنې ورځې په شپږو بجو د زرنج ښار ...
Read More »ملګري ملتونه په نشهیي توکو د اخته افغان ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره نوې تګلاره پیلوي
د روغتیا نړیوال سازمان او د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې په افغانستان کې په نشهیي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو د ملاتړ لپاره یو ګډ نوښت پیل کړی دی. نن (چهارشنبې د چنګاښ ۲۷مه) د دغو دوو نړیوالو سازمانونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د ...
Read More »ننګرهار کې د ورښتونو، سېلابونو او توپان له کبله د مړو شمېر ۶۵ ته لوړ شو
د ننګرهار ځایي مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې د وړمې ورځې د باران او تېز باد له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۵ ته رسېدلی دی. د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي امر ادریس ساپي نن(چهارشنبه،د چنګاښ ۲۷مه) رویداد خبري اژانس ته ویلي ...
Read More »ملګري ملتونه: له پاکستان څخه څه باندې ۵۷ سلنه افغان کډوال په زوره ایستل شوي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ شمېرې ښيي چې له پاکستان څخه د ټولو راستنېدونکو افغان کډوالو له ډلې ۵۷ سلنه یې په زور او ۴۲ سلنه یې په خپله خوښه راستانه شوي دي. دې ادارې په یو راپور کې ویلي چې د جنورۍ له ...
Read More »د پنجشېر عمومي لاره د سېلابونو له امله تړل شوې
د پنجشېر ولايت په دوو ولسواليو کې نن سهار (دوشنبه، د چنګاښ ۲۵مه) سېلابونو مالي زيانونه اړولي دي. ځايي سرچينو رسنيو ته د عکسونو له رالېږلو سره لیکلي چې د پنجشېر عمومي لاره د دلان سنګ په سيمه کې د سېلاب له امله تړل شوې ده. سرچینه زیاتوي، چې دغه ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس